کندز؛ په ددوري ورزشي لوبغالي کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د وزلوبې فدراسیون له لوري د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د ٩٠ تنو پهلوانانو تر منځ د وزلوبې یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې د میدان حکم له لوري دوه اخرالقه اعلان شول، چې لومړی اخر الاق غلام پهلوان تر حلال دایرې ورساوه او د عبدالستار له لوري ۵۰ ډالره جایزه ورکړل شوه.
همداراز دویم اخرالاق ذبیح الله پهلوان د زاخېل په اس تر حلال دایرې ورساوه چې د اس څښتن له لوي ۳۰۰ ډالره جایزه ورکړل شوه.
د وزلوبې یادې سیالۍ د هرې اوونۍ په پای کې خلکو ته د تفریح برابرولو په موخه په دوستانه شکل ترسره کیږي.
