کندز؛ په خان اباد ولسوالۍ کې د ۳۲ جوړو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون او خان اباد ولسوالۍ د ورزشي کمېتې له لوري د یادې ولسوالۍ په باغ عمومي سیمه کې د ۳۲ جوړو ۶۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه په لرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول دي.
