کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د واليبال فدراسيون له لوري په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د واليبال يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پایلوبه کې زرد کمر ځوانانو او سر چوک مرکزي لوبډلې سره ولوبېدلې چې د ٢-١ ميدانونو په توپیر د زرد کمر ځوانانو لوبډلې پایلوبه وګټله.
د دغو سياليو موخه دځوانانو د استعداد لوړول او یووالی رامنځته کول و.
