کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۷:۲۰
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو يووالي په موخه د " انسجام ولسوالي ها " په نوم د فوټسال سيالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې، د ستاره ها امام صاحب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د خواجه بهاوالدين اميد، دشت قلعه ای خانم، ليسه عبدالقيوم بيک شهيد بهارک، خواجه غار ياران بليمسيور، کلباد موج آمو، امام صاحب منتخب، امام صاحب ستاره ها او منتخب شهرک باسوس لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې امام صاحب ولسوالۍ ستاره ها لوبډلې خپلې سيالې خواجه بها الدين اميد لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۹
Background image

کابل؛ د ووشو اووه کسيزه لوبډله د ووشو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چين ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون اووه کسيزه لوبډله د چین په کوربتوب د ووشو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه د ورزش ادارې له فني او مسلکي مرستیال حافظ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS