کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۲۱:۲۲
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو وړتياوو لوړولو په موخه د فوټبال سيالۍ، چې پنځه ورځې مخکې پيل شوې وې، د اتحاد کنم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د موج های آمو او اتحاد کنم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۴/۴ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې اتحاد کنم لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵/۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS