کندز؛ په امام صاحب ولسوالی کې دکورش سیالې ترسره شوي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۴:۲
کندز؛ په امام صاحب ولسوالی کې دکورش سیالې ترسره شوي

دکندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، دکورش فدراسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالي ورزشي کمیټې له لوري ددې ولسوالي په کچه د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کورش یا غېږنیونې دوې ورځڼۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د ځوانانو او لویانو په دوو عمري ډلبندیو کې ترسره شوې، چې د پیل او پای په مراسمو کې يې د یاد ولایت د ورزش مسؤلینو، قومي مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

د غوره او پیاړو لوبغاړو موندل، چې د یادو سیالیو موخه وه، په پای کې يې د یاد ولایت د ورزش مسؤلینو له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS