کندز؛ مرکز کې د ۹۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د بزکشۍ فدراسيون د استازولۍ لۀ لوري، د ياد ولايت په مرکز دورې ورزشي لوبغالي کې د ۹۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه.
دغه سيالۍ چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د سالمې تفريح برابرول ياد شوي و.
په پای کې د مېدان حکم له خوا يو اخرالاق وټاکل شو، چې سيدال پهلوان د رييس ولي په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د نغدي ډالۍ ګټونکی ونومول شو.
