کندز؛ مرکز کې د ۳۲ ورزشکارانو تر منځ د بوکسينگ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري په جميل اميري کلپ کې د مرکز او خان اباد ولسوالۍ د څلورو کلپونو څخه د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينگ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شوې.
په دغو سياليو کې د څلورو کټګوريو ماشومانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو گډون کړی و، چې په پايله کې ۱۲ غوره ورزشکاران د کندز منتخبې بوکسينگ لوبډلې ته انتخاب شول.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې د ورزش رياست له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.