کندز؛ مرکز کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کانگفو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۹:۳۶
کندز؛ مرکز کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کانگفو سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د کانگفو فدراسيون د استازولۍ له لوري د استاد نجيب الله عظيمي کلب کې د مرکز او امام صاحب ولسوالۍ د څلورو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د تواماپه سبک په بېلابېلو وزنونو کې د کانگفو دوستانه سيالۍ تر سره شوې.

په يادو سياليو کې د درېوو عمري کټگوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی او جسمي روزنه ياده شوې وه او په پای کې د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته د هڅوونې په موخه مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS