کندز؛ مرکز کې د ۱۶۰ ووشو کارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد امریت په جمنازیوم کې د ۱۶۰ ووشو کارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ووشوکارانو په عمري کټګوریو او په ساندا سبک کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۴ ووشوکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د کندز ولایت د ووشو منتخبې لوبډلې ته د غوره ووشو کارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري ټاکل شوو، ووشو کارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.
