کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې الیاس پهلوان اعلان شوی آخرلاق د حلال تر دایرې ورساوه او د ډالۍ ګټونکی شو.
دا سیالۍ د واده په مناسبت ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
