کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۸
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په چاگه آرق سيمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر کندز سربيره له بلخ ولايت څخه د قرقين آزادۍ په نوم يوې لوبډلې هم گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې قرقین آزادۍ لوبډلې خپلې سيالې قلعه زال ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو او د يادې سیمې وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې او يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۱
Background image

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې په نړۍ والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې د تقاعد شویو سرتېرو لپاره په ناسته د والیبال نړۍ‌والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ.

دغو سیالیو کې د افغانستان، روسیې، صربستان، میانمار، رونډا او اندونیزیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS