کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د تک پور پي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ د آتش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې آتش لوبډلې د ۳-۱ ګولونو په توپير خپلې سيالې خلېل سعادت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ځوانانو هڅولو او د نويو استعدادونو موندلو په موخه وشوې، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
