کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د دوو ولايتونو شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې پر کندز سربیره له بلخ ولايت څخه يوې لوبډلې گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې چهاردرې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې خپلې سيالې عبدالله زاخېل لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۷ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
