کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۷:۲۳
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په چهارگل تپې سيمه کې د درېيو ولايتونو شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر کندز سربیره له بلخ او جوزجان ولایتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې چهاردرې ولسوالۍ لوبډلې خپلې سيالې جوزجان قيوم چاچه لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۷ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همدرد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پاک افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS