کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسام ګروپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بسام ګروپ لوبډلې د ۲۱ پر ۱۲ نمرو په توپیر خپلې سیالې صالح آباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
