کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۱۷
کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسحاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې پر کندز سربېره د بلخ او جوزجان ولایتونو لوبډلو هم ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د اسحاق او خبیب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې د اسحاق لوبډلې د ٢٥ پر ١٩ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د والیبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ١٥٠ امریکايي ډالره او یو پسه او دویم مقام لوبډلې ته ١٠٠ امريکايي ډالره او یوه غالۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۵
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون ښار کې د يووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

جوزجان؛ قوشتپه ولسوالۍ کې د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قوشتپې ولسوالۍ په چقمه چقر سيمه کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۲۹
Background image

ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS