کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۴:۵۵
کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د بزکشۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه.

د ميدان حکم له خوا دوه‌ اخرالاقه وټاکل شول، چې لومړی اخرالاق پهلوان شريف کورت زاده د داود بای په آس او دويم اخرالاق حميدالله کورت زاده د خيرالله اڅکزي په آس تر حلالې دايرې ورساوه او ګټونکي ونومول شول.

په پای کې دواړو گټونکو پهلوانانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS