کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۸:۰
کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چهار درې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مزارشريف او چهار درې ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې چهار درې ولسوالۍ لوبډلې د ٣١ / ١٨ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۹
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شیر حیدر لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تاترې سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS