کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو تر منځ د غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ تنو پهلوانانو تر منځ د غېږ نيونې ازادې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو موخه د يادې ولسوالۍ وگړو ته د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي و او په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.