کندز؛ زرګونه مینوالو منځ کې وزلوبه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۰:۱۳
کندز؛ زرګونه مینوالو منځ کې وزلوبه

نعیم پرهېز

یکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۴۰۰

کندز ولایت پرون شنبه مرغومی ۱۱ د وزلوبې سیالۍ د زرګونه مینوالو شاهد و، په دې سیالي کې د کندز پر ولسوالیو سربیره د بغلان، تخار او مزار شریف ۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

یادې سیالۍ د خط او بیرغ په بڼه وشوې چې په پای کې شبیر پهلوان د یاسین مزاري په اس خط ته اخر ورساوه چې د سیالۍ د ګټلو ترڅنګ یې یوه تخته قالینه او پنځه زره افغانۍ وګټلې.

دغه راز چاپ اندازان د وزلوبې فدراسیون د رئیس فهیم صافي، عالم قصاب او اس لرونکو له لوري په نغدي پیسو وستایل شول.

د مسولینو په خبره د دې سیالیو موخه د چاپ اندازونو تمرین، وزلوبې ته چمتوالی او د کندز د خلکو خوښ ساتل دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS