کندز؛ د علي اباد ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
کندز؛ د علي اباد ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې وګټله

د کندز ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدي.

د فوټبال يادې سیالۍ دوه مياشتې وړاندې د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د علي آباد ولسوالۍ د ورزشي امر سفندیار په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون له لوري د يولسو لوبډلو ترمنځ د ليګ په شکل پيل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د لمر خصوصي ښوونځي او سعادت ځوانانو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې د لمر خصوصي ښوونځي د ۳_۲ګولونو په توپير وګټله او اتلولي يې ترلاسه کړه.

د نوموړو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسؤلینو، حکومتي چارواکي، ځوانانو او د فوټبال سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

بايد يادونه وشي چې د نوموړو سیالیو موخه په لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS