کندز؛ د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس سیمه کې د فوټبال سیالیو اتلولي پیروزي نوین لوبډلې خپله کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۰:۲۳
کندز؛ د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس سیمه کې د فوټبال سیالیو اتلولي پیروزي نوین لوبډلې خپله کړه

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس سیمه کې د ۸لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي پیروزي نوین لوبډلې خپله کړه.

به دغو سیالیو کې د امام صاحب ولسوالۍ د شپږو لوبډلو سربېره د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ څخه هم دوو لوبډلو ګډون کړی و، د دغو سیالیو پایلوبې ته د خواجه غار ولسوالۍ پیروزي نوین او شیران خراسان لوبډلو لاره موندې وه چې په پایله کې پیروزي نوین لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د یادې سیالیو لومړی مقام یې ترلاسه کړ او همداراز شیران خراسان لوبډله له ماتې وروسته په دویم مقام کې پاتې شوه.

یادې سیالې چې نیږدې شل ورځې یې دوام وکړ، د پایلوبې په مراسمو کې د یادې ولسوالۍ ورزشي امر حاجي دوست محمد، ورزشي مسولینو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، فوټبال فدراسیون او امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي امر په ګډه همغږۍ، د باسوس ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې موخه یې د لوبغاړو ترمنځ د تجربه شریکول یاد شوي دي د پای په مراسمو کې یې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS