کندز؛ دوراهي آمو لوبډلې د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۴
کندز؛ دوراهي آمو لوبډلې د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د دوراهي آمو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايله کې دوراهي آمو لوبډلې د ۴۳ امتيازونو په خپلولو سره لومړی او شېرخان بندر لوبډلې د ۴۱ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو او د نويو استعدادونو موندلو په موخه وشوې، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS