کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د دشت ارچي ولسوالۍ په ملاقلي سيمه کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې پر دشت ارچي ولسوالۍ پهلوانانو سربيره د تخار خواجه غار ولسوالۍ څخه هم پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د غوره پهلوانانو موندل وو، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ.
