کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۴:۲۴
کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرلق منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د قرلق منتخبې او امام صاحب ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې قرلق منتخبې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د یوې شپې لپاره د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې او په پای کې اتلې لوبډلې ته ۴۰۰ امریکايي ډالر او دویم مقام لوبډلې ته ۱۰۰ امریکايي ډالره د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS