کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۵۹
کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ د تاجک قشلاق پيکان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د تاجک قشلاق پيکان او ميهن دادسي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې تاجک قشلاق پيکان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۹:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۴۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۳۹
Background image

ميدان وردگ؛ بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS