کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د پيروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې پيروزي لوبډلې خپلې سيالې قرلق لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو يوه اوونۍ دوام وکړ او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.
