کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت د خان آباد ولسوالۍ په چهارتوت وزلوبې لوبغالي کې د کندز او تخار ولايتونو د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې د مېدان د حکم له خوا يو اخرالاق وټاکل شول، چې امان الله پهلوان د صميم بای په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د نغدي ډالۍ گټونکی ونومول شو.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه، د يادې ولسوالۍ وگړو ته د سالمې تفريح برابرول او عنعنوي لوبو ته وده ورکول ښودل شوې ده، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
