کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې پر کندز سربېره له تخار او بغلان ولایتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۴۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
