کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو په پای کې یو آخرلاق اعلان شو، چې قدرت الله پهلوان د حلال تر دایرې ورساوه او د ډالیو ګټونکی شو.
