کندز؛ خان آباد ولسوالۍ د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري په خان آباد ولسوالۍ کې د کندز او تخار ولايتونو د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د پهلوانانو هڅول او ترمنځ يې سالمه تفريح وه، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.