کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې ۶۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزابې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې له دوو ولايتونو ۶۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې پر امام صاحب ولسوالۍ سربيره د تخار له جواخه غار ولسوالۍ څخه چاپندازانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې دوه اخراوالاقه ترسره شول، لومړی اخراولاق داد الله پهلوان او دويم اخراوالاق سلام پهلوان د حلال تر دایرې ورسوه او د ډاليو گټونکي شول.
دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
