کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له کندز، تخار، بغلان او سمنګان ولایتونو د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
