کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۶ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت او د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خورشید ورزشي لوبغالي کې د ۶۶ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۳ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د دودیزو لوبو ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و.