کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلولې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي لوري د یادې ولسوالۍ په وزلوبې لوبغالي کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو په پایله کې ذبیح الله پهلوان د مدیر روح الله په آس د لوبې آخرلاق تر ټاکلې موخې ورساوه او لس زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.