کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۳۷
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې ۲۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لور ي د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او خوسي دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ ځوانانو په عمري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۱۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ٣٠. . .

BACK TO NEWS