کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴ جوړې مساوي او ۱۲ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
