کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايشان توپ سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ايشان توپ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ايشان توپ ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې داغن زاده لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د يادې سیمې وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
