کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د باسوس شهرک ليګ په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې صياد قرول لوبډلې خپلې سیالې طوران سرحدي لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د زون سياليو ته د غوره لوبډلې موندل دي.