کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالي ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بزکشۍ فدراسیون او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د ٦٠ چاپندازانو ترمنځ د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اسپند ګزر سېمې د بزکشۍ لوبغالي کې د وزلوبې سیالې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې اخري اولاق د شفیق الله ناظري له لوري، چې د روح الله په اس سپور خوسی یې تر ټاکلي دایرې ورساوه او د ۳۰۰۰ زره افغانۍ نغدي جایزې ګټونکی شو.
د یادې سیالۍ د ترسره کېدو موخه د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو ته یوه سالمه تفریح برابرول وو.
