کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٥ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٥ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ٢٢ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې وګټله.
