کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۲۹
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې عبدالله زاخېلوال لوبډلې خپلې سيالې ق.اري خبيب لوبډلې ته د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د لوبغاړو د وړتياوو لوړولو او د يادې ولسوالۍ وګړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۴
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۰
Background image

کابل کې د يووالي جام په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د کونګ فو فدراسيون له لوري د کابل ولايت له کلبونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د يووالي جام په نوم په بازمايانا سبک کې د کونګ فو اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۲۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د رحیمي یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS