کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د رزمي ورزشونو سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د زرمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو فري فايټ سبک سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۳ جوړې مساوي او ۱۱ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
