کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د رئیس ولي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې رئیس ولي لوبډلې خپلې سيالې نغمه بازار لوبډلې ته د ۲۵ پر ۱۶ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو د بدني وړتياوو لوړول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS