کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پیروزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پیروزي لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې قویاش لوبدلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
