کندز؛ الچين لوبډلې د کندز ښار د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون په همغږۍ د ياد ولايت په تلوکې سيمه کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ولايت په کچه د فوټبال سيالۍ د الچين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د الچين او تلوکې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې الچين لوبډلې خپلې سيالې تلوکې لوبډلې ته ۰/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو جسمي روزنه او د وړتيا لوړول و، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
