کندز؛ آمو فوټسال لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز امو فوټسال لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درې ټورنمنټونه پیل شول.
په دغو سیالیو کې د الف ګروپ ۲۶ لوبډلې، غوره لیګ ١٠ لوبډلې او لوړ عمرلرونکې ( پیشکسوتان ) ٨ لوبډلې ګډون لري، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ درې سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې په الف ګروپ کې ستاره های سادات لوبډلې خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته د ۷-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه، په لوړ عمر لرونکو سیالیو کې ستاره های سادات لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۱۰-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او همدارنګه د غوره لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د واحدي او معارف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ۴-۴ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د کندز ولایت په کچه د فوټسال لوبغاړو د وړتیا لوړول یاد شوي دي.