کندز؛ آمو فوټسال لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درې ټورنمنټونه پای ته ورسېدل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴۲
کندز؛ آمو فوټسال لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درې ټورنمنټونه پای ته ورسېدل

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د فوټسال ورزشي کمېټې له لوري د کندز ښار په آمو فوټسال لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال درې ټورنمنټونه پای ته ورسېدل.

په دغو سياليو کې د الف گروپ ۲۴ لوبډلې، د غوره ليگ لس لوبډلې او د لوړ عمر لرونکو اتو لوبډلو گډون درلود.

د يادو سياليو په پايلوبو کې الف گروپ نه ستاره های سادات لوبډلې خپلې سيالې آريانا لوبډلې ته ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه، د غوره ليگ سياليو کې سره مياشت لوبډلې سيالې ستاره های سادات لوبډلې ته ۲/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او همدرانگه د لوړ عمر لرونکو سياليو کې بيا پيام حدت لوبډلې خپلې سيالې افغان لوبډلې ته ۱/۸ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ياد ولايت په کچه د فوټسال لوبغاړو د وړتياوو لوړول ياد شوي وو، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې گټونکو لوبډلو ته د اتلولۍ جامونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS