کتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۹:۲۱
کتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مټاخان ولسوالۍ په سيدوکلا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د سيدو کلا او فقير کلا لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه سيدو کلا لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف کېښود، په ځواب کې فقير کلا لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبلله.

دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲
Background image

تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ په کلفګاني کلي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

BACK TO NEWS